په بدخشان کې د طالبانو تر چتر لاندې د یوې ښځې ماشوم سقط شوی دی
په بدخشان کې د طالبانو تر چتر لاندې د یوې ښځې ماشوم سقط شوی دی
 د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲ مه د طالبانو د مشهورې قوماندانۍ منسوبینو د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یوه امیندواره ښځه د محتسب د حکم خلاف د پټولو په خاطر وهلې ده، چې د ماشوم د سقط لامل شو.

د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲ مه د طالبانو د مشهورې قوماندانۍ منسوبینو د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یوه امیندواره ښځه د محتسب د حکم خلاف د پټولو په خاطر وهلې ده، چې د ماشوم د سقط لامل شو.

سرچینه زیاتوی: “د ماسپښین دوه نیمې بجې د طالبانو دوو مشهورو پولیسو یوه ښځه په وهلو وهلې، خو ښځه کمزورې شوه، کله چې یې پورته کړه، نو معلومه شوه چې حامله ده او سقط یې کړى دى.”

سرچینه زیاتوی، چې مور او ماشوم یې په بې هوښه حالت کې روغتون ته وړل شوی، خو د روغتیایی حالت په اړه یې معلومات نشته.

په ورته وخت کې د خوست ولایت خلک وایی، چې د طالبانو د امربامعروف و نهی عن المنکر په نوم د ادارې کسانو د دغه ولایت د خوست ښار له بازار څخه ۲۰ ښځې نیولی او له ځانه سره یې لېږدولی دی. نامعلوم ځای ته.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس