د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ۴۰ کلنې ښځې د ځان وژنې خبر ورکړی دی.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار نن سه شنبې د چنګاښ په ۱۹مه وویل چې دغې ښځې د کورنۍ تاوتریخوالی له امله د موږکانو په زهرو خوړلو خپل ژوند پای ته ورساوه.
دغه ښځه د فیض اباد ښار د دهپایان چتې سیمې اوسېدونکې وه.
د کامګار په وینا، دغې مېرمنې ولایتی روغتون ته تر رسېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړه.
په تېرو درېیو کلونو کې بې وزلی، وزګاری او کورنی تاوتریخوالی په هېواد کې د ځان وژنې لوی لاملونه بلل شوی، چې په وروستۍ پېښه یې په فاریاب ولایت کې هم یوې مېرمنې د کورنی تاوتریخوالی له امله ځان وژنه کړې وه.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس