په بلخ کې د کندهار د نفوذ پراخوالی
په بلخ کې د کندهار د نفوذ پراخوالی
په بلخ ولایت کې د طالبانو د پولیسو قومندان چې ځایی وګړی و له دندې ګوښه او پر ځای یې د کندهار ولایت څخه یو تن وګومارل شو.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د پولیسو قومندان چې ځایی وګړی و له دندې ګوښه او پر ځای یې د کندهار ولایت څخه یو تن وګومارل شو.

احمد ضیا خالد د عبدالحی عابد پر ځای د بلخ د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی، چې عابد له شاوخوا درې کلونو راهیسې په دغه دنده، دنده ترسره کوله.

په تېره یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې د طالبانو یو ځایی غړی له دندې ګوښه او پر ځای یې د کندهار څخه ګمارل کیږی. عبدالحی عابد په بلخ ولایت کې د تېر حکومت پر وړاندې د جګره پر مهال د وسله والو طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو له ډلې څخه و.

نوموړی د عبدالرزاق قادری د خاله زوی دی، قادری د جمهوری حکومت پر مهال په بلخ ولایت کې د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې و. عبدالحی عابد د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس