په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغان کډوال دی
په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغان کډوال دی
د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملي ادارې مشر علي کاظمي وايي، په تهران کې د کارګر ماشومانو ۸۵ سلنه افغان کډوال دي.

د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملی ادارې مشر علی کاظمی وایی، په تهران کې د کارګر ماشومانو ۸۵ سلنه افغان کډوال دی.

علی کاظمی د ایران له اسنا خبری اژانس سره په مرکه کې ویلی چې د ایران په سړکونو کې ټولټال ۳۲۰۰ ماشومان کارګران پیژندل شوی چې ۸۵ سلنه یې افغان کډوال دی.

د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملی ادارې چارواکی وایی، د زده کړو د نشتوالی او مالی ستونزو له امله دغه ماشومان د یوې ډوډۍ د ترلاسه کولو په لاره کې ولاړ دی.

په ورته وخت کې نوموړی زیاتوی چې ایران یو شمېر دغه افغان ماشومان کارګران چې د اوسېدو قانونی اسناد یې نه درلودل، شړلی دی.

په همدې حال کې، څیړنې موندنې چې “بېکاری” او “خراب اقتصادی وضعیت” د هیواد د اتباعو د غیرقانونی کډوالۍ بنسټیز لاملونه دی.

 

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس