د زابل ولایت په مرکز کی قلات کی نن سهار شاوخوا یولس بجې دوې انجونې موټر وهلی دی. ویل کیږی چی د دې انجونو عمرونه له ۵ څخه بیا تر ۶ کلونو پوری دی نومونه یې خدیجه او شازیه دی چی د زابل په مرکز قلات کی د سیوری پر سړ موټر وهلی دی. د […]
د زابل ولایت په مرکز کی قلات کی نن سهار شاوخوا یولس بجې دوې انجونې موټر وهلی دی.
ویل کیږی چی د دې انجونو عمرونه له ۵ څخه بیا تر ۶ کلونو پوری دی نومونه یې خدیجه او شازیه دی چی د زابل په مرکز قلات کی د سیوری پر سړ موټر وهلی دی.
د زابل د ولایتی روغتون سرطبیب نذیر احمد عارفپال وایې، نن سهار دوی ته دوې زخمیانی انجونې ور وړل سوی چی د مکتب بستۍ هم ورسره دی.
د هغه په خبره، لومړنیو څیړنو دا په ډاګه کړې ده چی دغه انجونې موټر وهلی.
د عارفپال په وینا د یوې ماشومې حالت د ډاډ وړ دی او د بلی ماشومی انجلۍ روغتیا حالت نازک دی.
د زخمی سویو ماشومانو کورنۍ وایې، چی دې انجونو په یو موټر پسې ځان ټال کړی دی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.