په زابل ولایت کې دولتی سرچینې وایی چې د طالبانو دوه غړی د زنا په تور د ځایی خلکو له خوا نیول شوی دی. سرچینې د خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د زابل ولایت د څلورمې امنیتی حوزې د امر دوه سرتېری د دغه ولایت په اومکی ولسوالۍ کې نیول شوی دی. د سرچینې […]
په زابل ولایت کې دولتی سرچینې وایی چې د طالبانو دوه غړی د زنا په تور د ځایی خلکو له خوا نیول شوی دی.
سرچینې د خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د زابل ولایت د څلورمې امنیتی حوزې د امر دوه سرتېری د دغه ولایت په اومکی ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه دوه کسان د اومکی سیمې د اوسېدونکو له خوا هغه مهال ونیول شول، چې یوه کور ته ننوتل او د سیمې د اوسېدونکو په وینا یې زنا وکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغو دوو غړو په خپل جرم اعتراف کړى او د سیمې د اوسېدونکو د ټینګار له امله زندانی شوی دی.
سرچینه زیاتوی، چې د زابل په څلورمه امنیتی حوزه کې طالب چارواکو هڅه وکړه، چې دغه دوه کسان خوشې کړی، خو د خلکو د ټینګار له مخې یې بندیان کړی دی.
د طالبانو ځایی چارواکو تر اوسه د دغو دوو غړو د مجازاتو په اړه څه نه دی ویلی.