په زابل کې د طالبانو او قومی مشرانو ترمنځ هوکړه پای ته ورسېده. له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی بیا وتړل شول
په زابل کې د طالبانو او قومی مشرانو ترمنځ هوکړه پای ته ورسېده. له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی بیا وتړل شول

په زابل ولایت کې سرچینې وایی، طالبانو چې د قومی مشرانو په هوکړه د نجونو ښوونځی بېرته پرانستلی وو، په یوه نوی اقدام کې یې دروازې بېرته پرانیستې دی. طالبانو د چهارشنبې په ورځ د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دې. وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په زابل کې […]

په زابل ولایت کې سرچینې وایی، طالبانو چې د قومی مشرانو په هوکړه د نجونو ښوونځی بېرته پرانستلی وو، په یوه نوی اقدام کې یې دروازې بېرته پرانیستې دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دې.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په زابل کې د سیمه ییزو مشرانو او طالبانو تر منځ د یوې هوکړې له مخې ښوونځی له لومړی څخه تر دولسم ټولګی پورې د نجونو پر مخ پرانیستل شول.

د طالبانو د سرچینو په وینا، دغه هوکړه نن سهار لغوه شوې او له شپږم ټولګی پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لری.

سرچینه زیاتوی چې طالبانو هم د دغو ښوونځیو د ښوونکو ځواب ورکړی دی.

دا مهال په دې ولایت کې د نورو ولایتونو په څېر یوازې له لومړی څخه تر شپږم ټولګی پورې نجونې زده کړې کوی.

شاوخوا لس میاشتې کېږی چې طالبان واک ته رسېدلی او په ورته وخت کې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی تړل شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان