خبرگزای زنان افغانستان: د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستانی ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوی دی. په سپین بولدک کې سیمه ییز چارواکی وایی، چې دغه جګړه نن “چهارشنبه د میزان ۱۲مه” له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې پیل شوه او دوه ساعت یې دوام وکړ. […]
خبرگزای زنان افغانستان: د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستانی ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوی دی.
په سپین بولدک کې سیمه ییز چارواکی وایی، چې دغه جګړه نن “چهارشنبه د میزان ۱۲مه” له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې پیل شوه او دوه ساعت یې دوام وکړ.
د دوی په وینا، د چمن په سیمه کې د نن ورځې په نښته کې یو یو سپین ږیری او یو هلک وژل شوی او یو پاکستانی عسکر او یو بل هلک ټپیان شوی دی.
په ورته وخت کې په سپین بولدک کې ځایی سرچینې وایی، چې د پاکستانی ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان ټپیان شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
د دې نښتې لامل څرګند نه دی، خو طالب چارواکی ادعا کوی، چې لومړی د پاکستانی ځواکونو له لوری ډزې شوې او وروسته جګړه پیل شوې ده.
پاکستانی لوری تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
طالبان وایی، د سپین بولدک – چمن دروازه دا مهال د مسافرو او ترانزیت پر مخ خلاصه ده او دوی یې د تړل کېدو خبرونه ردوی.
سرچینې هم تاییدوی چې دروازه پرانیستل شوې او د طالبانو او پاکستانی ځواکونو ترمنځ خبرې پیل شوې دی.
له دې وړاندې هم په سپین بولدک کې څو ځلې نښتې شوی چې مرګ ژوبله یې اړولې، دغه دروازه له څو ورځو راهیسې د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې وه.
خبرگزاری زنان افغانستان