په فاریاب کې یو ځوان ووژل شو
په فاریاب کې یو ځوان ووژل شو
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د فاریاب سیمه ییزې سرچینې تاییدوی چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ۲۸ کلن سید ګلاب الدین نومېږی، چې تېره شپه (د غبرګولی ۸مه) د “تېپې قشلاق” په کلی کې وژل شوى دى.

سرچینه زیاتوی، چې د وژل شوی کس مړی نن سهار (دوشنبه د تله ۹مه) موندل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د مرموزو وژنو شمېر په بې ساری ډول زیات شوى دى

د ځایی سرچینو په وینا، ډیری مرموز وژنې د ترهګرو طالبانو لخوا ترسره کیږی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، “نامعلوم وسله وال کسان” په حقیقت کې د طالبانو د ډلې د جنایتونو د پټولو لپاره نقاب پوش دی.

دغه ترهګره ډله خپل زیاتره جنایتونه د نامعلومو وسله والو په نوم ترسره کوی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس