په فراه ولایت کې یوه ځوان هلک ځان وژنه کړې ده
په فراه ولایت کې یوه ځوان هلک ځان وژنه کړې ده
د فراه ولايت سرچينې وايي، چې په خاک سفيد ولسوالۍ کې يوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.

د فراه ولایت سرچینې وایی، چې په خاک سفید ولسوالۍ کې یوه تنکی ځوان ځان زندۍ کړى او خپل ژوند یې پاى ته رسولى دى.

سرچینې وایی د تله په ۱۴مه، دغه ځوان شاوخوا ۱۴ کاله عمر درلود ،چی د خاک سفید ولسوالۍ په “دیور سرخ” کلی کې ځان وژنه کړې وه.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه ځوان میرویس نومیده او وایی، چې د کورنۍ ستونزې او تر لفظی شخړې وروسته یې ځان په رسۍ سره ځړولى دى.

باید یادونه وشی چې پر افغانستان د طالبانو د ډلې له واکمنۍ وروسته بې وزلی، بېکاری او د خلکو په شخصی چارو کې د دغې ډلې د خلکو لاسوهنه په هېواد کې د ځان وژنې له اصلی لاملونو څخه بلل کېږی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان