په قندهار کې یو ماشوم په بې رحمانه ډول ووژل شو
په قندهار کې یو ماشوم په بې رحمانه ډول ووژل شو
په کندهار ولایت کې ولسي سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی. 

په کندهار ولایت کې ولسی سرچینې خبر ورکوی چې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.

سرچینې نن پنجشنبه د چنګاښ په ۷مه، د افغانستان ښځو خبری اژانس ته تایید وویل، چې د کندهار ښار د اوومې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې د یوه ماشوم سر غوڅ شوى جسد موندل شوى دى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى او بیا جسد یې اوبو ته اچول شوى دى.

سرچینه زیاتوی، چې د دغه ماشوم جسد د کندهار ولایتی روغتون ته لېږدول شوى او ویل کېږی، چې پر بدن یې د شکنجې نښې لیدل کېږی.

د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوه سړی د خپل زوم دواړه سترګې ایستلی و.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان