ننګرهار ولایت کې د التقول خصوصی پوهنتون د اقتصاد پوهنځی محصلینو له لورې دوه ورځنى نندارتون چې کورنی محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول پرانستل شو. د التقوا پوهنتون مسٶلین وایی چې د نندارتون یې نه یوازې په په دې موخه پرانستى چې د محصلینو ظرفیت لوړ شی بلکه کورنیو توکو ته بازار موندنه وکړی […]
ننګرهار ولایت کې د التقول خصوصی پوهنتون د اقتصاد پوهنځی محصلینو له لورې دوه ورځنى نندارتون چې کورنی محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول پرانستل شو.
د التقوا پوهنتون مسٶلین وایی چې د نندارتون یې نه یوازې په په دې موخه پرانستى چې د محصلینو ظرفیت لوړ شی بلکه کورنیو توکو ته بازار موندنه وکړی او افغان پانګوال وهڅوی تر څو په کورنیو توکو پانګه اچونه وکړی.
د موسسې رییس خوشحال جواد وویل” په دې نندارتون کې د اقتصاد پوهنځی د محصلینو څه باندې دېرش ډوله تولیدات نندارې ته وړاندې شوی، چې موخه د محصلینو د عملی زده کړو او د هېواد د اقتصادی ثبات پیاوړتیا، د کاری فرصتونو رامنځته کول، د داخلی تولیداتو ملاتړ او د پانګه والو هڅونه ده.
د نندارتون جوړونکی محصلین یاد نندارتون ګټور وباله او د خلکو یې وغوښتل ترڅو په بازارونو کې د بهرنیو توکو پرځاى د خپل وطن کورنی تولیدات وپیری.
د نندار تون یوتن ښځینه ګډونوالې نجمه وویل چې له هیوادولو مو هیله داده چې خپل کورنی تولیدات وکاروی او دخپلو فابریکې ملاتړ وکړی.
دا په افغانستان دطالبانو د تسلط څخه وروسته په ننګرهار کې د محصلینو لخوا دوهم نندار تون دى چې کورنی تولیدات پکې نندارې ته وړاندې کېږی.
لدې څخه وړاندې د خراسان خصوصی پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د محصلینو لخوا هم ورته نندارتون جوړ شوى و چې په کې د هیواد له دېرشو فابریکو توکې نندارې ته وړاندې شول.