په ننګرهار ولایت کې ۸۳ بزګرانو سره ۲میلیونه او ۳۲۴ افغانیو نغدی مرسته وشوه. د ننګرهار ولایت د رسنیو مسٶلین وایی” د ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د IRC ادارې له لورې د کامې او کوز کنړ ولسوالیو ۸۳ تنه نارینه و او ښځینه بزګرانو سره د دوه میلیونه او […]
په ننګرهار ولایت کې ۸۳ بزګرانو سره ۲میلیونه او ۳۲۴ افغانیو نغدی مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو مسٶلین وایی”
د ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د IRC ادارې له لورې د کامې او کوز کنړ ولسوالیو ۸۳ تنه نارینه و او ښځینه بزګرانو سره د دوه میلیونه او درې سوه څلرویشت زرو افغانیو مرسته وشوه.
دوى د نغدی مرستې موخه د کرنیزو فعالیتونو چټکتیا او د ښه حاصل ترلاسه کول یادوی.
د په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست رئیس عبدالستار محمد وایی” چې هر بزګرته ۲۸ ــ ۲۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د نوموړی په وینا د نغدی مرستو تر څنګ یاد بزګرانو ته د IRC موسسې لخوا د مسلکی بزګرۍ زده کړو روزنه هم ورکول کېږی.
دا لومړى ځل نه دى چې د بزګرانو سره نغدی مرسته کېږی بلکه لدې څخه وړاندې هم مختلفو موسساتو د بزګرانو سره د نغدو پیسو،کیماوی سرې،اصلاح شوو تخمونو مرستې شوې وې.