په ننګرهار کې د بایډن د حکم غندنې په موخه لاریون ترسره شو
په ننګرهار کې د بایډن د حکم غندنې په موخه لاریون ترسره شو

نن ورځ(سه شنبه) د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښارکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغې پریکړې د غندنې په موخه لاریون ترسره شو چې د افغانستان ۳,۵میلیارده ډالر یې د سپټمبر د پیښې قربانیانو ته اختصاص کړې. یاد لاریون چې پکې سوداګرو،پانګوالو،صرفانو او ولسی خلکو ګډون کړى و د امریکا له حکومته غوښتنه […]

نن ورځ(سه شنبه) د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښارکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغې پریکړې د غندنې په موخه لاریون ترسره شو چې د افغانستان ۳,۵میلیارده ډالر یې د سپټمبر د پیښې قربانیانو ته اختصاص کړې.
یاد لاریون چې پکې سوداګرو،پانګوالو،صرفانو او ولسی خلکو ګډون کړى و د امریکا له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوی شتمنی پرته لدې چې د سپټمبر د پیښې قربانیانو ته ورکړل شی افغانستان وسپاری.
د یاد لاریون یوتن ګډونوال چې ضیاء الرحمن ضیاء وایی(په لاریون کې د ګډون څخه مې موخه داده چې افغانستان کنګل شوی پیسې بیرته پوره افغانانو ته ورکړل شی او لدې پیسو څخه باید د امریکا ولسمشر هیڅ پیسی وانه خلی
ځکه چې دا ده افغانانو خپل حق دی)
په ننګرهار کې د صرفانو د اتحادیې معاون حاجی غلجى نیازى وایی(نن ورځ مو دصرفانو سرتاسری شورا پریکړې پر بنسټ په ننګرهار کې له لسو بجو تر ۱۲بجو پورې د ننګرهار جلال اباد ښارکې د ولایت مقام مخ ته لاریون وکړ.)
هغه وایی چې د افغانستان پیسې د اففان ولس حق دى او بایډن هیڅ حق نه لری چې نوموړو پیسو نیمه برخه د سپټمبر د پیښې قربانیانو ته اختصاص کړی، زمونږ ولس خپله دفقر او لوږې سره لاس او ګریوان دى،دې پیسواود نورو مرستو ته اړتیا لری دا پیسې دې افغانستان خلکو ته ورکړل شی.
د نوموړې په وینا د لاریون په پاى کې مو پریکړه لیک ولیکه او په ننګرهار کې مودملګروملتونو دفتر ته وسپاره.
د لاریون کونکو د شعارونو پر ورکړې د امریکا ولسمشر بایډن پریکړه غیرقانونی،غیرعادلانه او ظالمانه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان کنګل شوی شتمنی دې پرته له خیانته آزاده کړی.
د یادونې وړ ده چې نن ورځ د ننګرهار،کندهار په شمول ګڼ شمیر ولایتونو کې د صرافۍ مارکېټونه تړل شوی او د افغانستان د کنګل شوی پیسو د “وېش” پر ضد یې لاریونونه او اعتراضیه غونډی کړی چې پکې یې د افغانستان د کنګل شویو پیسو دآزادولو غوښتنه کړې.