په ننګرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالی د یوې میرمنې په مالی ملاتړ پیل شوه:
په ننګرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالی د یوې میرمنې په مالی ملاتړ پیل شوه:

دننګرهار ولایت جلال آباد ښارکې د کرکټ بورډ په همکارۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام شل اوریزې سیالۍ د یوې میرمنې په مالی ملاتړ چې ډیوه پتنګ نومیږی پیل شوې. ډیوې پتنګ په ددې سیالۍ جوړونکو مننه او ستاینه کړې او په خپلې ټویټر پاڼې لیکلی “‏په دې مبارکه میاشت کې د ولس […]

دننګرهار ولایت جلال آباد ښارکې د کرکټ بورډ په همکارۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام شل اوریزې سیالۍ د یوې میرمنې په مالی ملاتړ چې ډیوه پتنګ نومیږی پیل شوې.
ډیوې پتنګ په ددې سیالۍ جوړونکو مننه او ستاینه کړې او په خپلې ټویټر پاڼې لیکلی “‏په دې مبارکه میاشت کې د ولس د خوښیو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره مې د ننګرهار سولې روژې جام سپانسر کړ.‌د تل پاتې سولې لپاره هر یو ګام د ستاینې وړ دی نو د دې ګپ له جوړونکواو ټولو لوبغاړو نه نړۍ مننه چې دغه نوښت یې کړی”

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ ویاند فضل رحیمی وایی” په ننګرهار کې رمضان جام سیالی د افغانستان کرکټ بورډ مرکزی ادارې سره په همغږۍ د سپین غر کرکټ اکاډمۍ مسٶلینو له لورې چې همایون عمر یې عمومی چارې پرغاړه لری د لسو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ تېره ورځ پیل شوې چې نن پنجشنبه یې دوهمه سیالی ده چې ۲۲ورځې به دوام ولری دغه سیالۍ چې شپنۍ سیالۍ دی په هر بال باندې شل اورېزه فارمټ کې ترسره کېږی”
نوموړى زیاتوی چې دا سیالۍ د هغو ځوانانو لپاره بهترین چانس دى چې په نورو لیګونو او رسمی لیولونو کې ورته د لوبېدو چانس نه پیدا کېږی.
هغه وایی دا چې دا سیالۍ د شپې لخوا ده نو ځوانان به د لایټ سیسټم سره بلد شی چې دا بلدتیا ورسره مرسته کوی ترڅو په راتلونکی کې په نړیوالو میدانونو کې د لوبو پرمهال ستونزو سره مخ نشی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو مسولین هم وایی چې دا سیالۍ به هره شپه له تراویح لمونځ څخه وروسته پیلېږی چې ۲۵ورځې به دوام وکړی.
ډیوه پتنګ لدې وړاندې هم ورزشی برخو کې د لوبډلو مالی ملاتړ کړى.