د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوندجوکان ساحه کې د نجونو ابتدایه ښوونځى جوړ شو. د سیمی اوسیدونکی وایی چې په جوکان کې د نجونو ښوونځى شتون نه درلود چې دننګرهار پوهنې ریاست له لورې د بی بی روقیه ابتدایه ښوونځی په نوم ښوونځى تاسیس او افتتاح شو. یاد ښوونځى په تېره ورځ د پوهنې آمر […]
د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوندجوکان ساحه کې د نجونو ابتدایه ښوونځى جوړ شو.
د سیمی اوسیدونکی وایی چې په جوکان کې د نجونو ښوونځى شتون نه درلود چې دننګرهار پوهنې ریاست له لورې د بی بی روقیه ابتدایه ښوونځی په نوم ښوونځى تاسیس او افتتاح شو.
یاد ښوونځى په تېره ورځ د پوهنې آمر او قومی مشرانو په حضور افتتاح شو چې پینځه تنه ښوونکی ورته جذب او ۲۵۰تنوښځینه زده کوونکو ورته نوملیکنه وکړه.
دننګرهار د معارف ریاست د مطبوعاتو مسٶل عبدالله ګل “عابد” وایی ” د بی بی رقیه نجونو ښوونځی لپاره یوازې د څو ښوونځیو تش بستونه انتقال او د یو نسیف موسسی لخوا خیمې او نور تدریسې اړین مواد ورکړل شول او د جوکان د سېمې د خلکو لخوا ورته یو نیم جریب(۳۰)بسوی ځمکه وقف شوه,ساختمانی برخه یې لا هم پاتې ده ”
اوس مهال په حصارک ولسوالۍ کې ټول ۳۳ ښوونځی شتون لری چې هغو له جملې ۳ د نجونو ښوونځی دی
دپوهنې ریاست د مطبوعاتو مدیرپه وینا په یادو ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې نه وې مګر اوسمهال یې ورته دولسم ټولګی څخه فارغې ښوونکې مقرر کړلې.
د بی بی روقیه ښوونځى په داسې حال کې افتتاح کېږی چې په د ننګرهار ولایت په شمول په ټول افغانستان کې د ابتدایه ښوونځی زدکوونکې په عادی توګه خپل درسونو ته دوام ورکوی خو له اوم څخه تر دولسم ټولګی پورې په ښوونځیو کې دنجونو زده کړې د اسلامی امارت له لورې تر امر ثانې پورې ځنډېدلې دی.