په ننګرهار کې د چادونې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ننګرهار کې د چادونې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت دښېوې ولسوالۍ اړوند “مرکزمنډوی” کې نن له غرمې مخکې د ملکی وګړی په موټر چاودنه شوې چې په پایله کې یې یوتن مړ او پنځه تنه ټپیان شوی. د ننګرهار ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی” د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ کې هره یکشنبه بازار یا مېله جوړېږی […]

د ننګرهار ولایت دښېوې ولسوالۍ اړوند “مرکزمنډوی” کې نن له غرمې مخکې د ملکی وګړی په موټر چاودنه شوې چې په پایله کې یې یوتن مړ او پنځه تنه ټپیان شوی.

د ننګرهار ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلى وایی” د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ کې هره یکشنبه بازار یا مېله جوړېږی ددې مېلې یو تن پلورونکى چې جنت ګل نومېږی د شیانو د خرڅولو وروسته بېرته خپل موټر کې سپور شوى، دموټر پر چت باندې یو چا چسپکی ماین ځاى پرځاى کړى و هغې انفجار کړى چې په نتیجه کې یې د جنت ګل په نامه کس شهید شوى او پنځه تنه نور زخمیان شوی”

هغه وایی “مجاهدینو” زخمیان صحت عامې ته انتقال کړی.

هغه زیاتوی چې د پېښې په تړاو څوک نیول شوی نه دی خو په تړاو یې څېړنې روانې دی.

روغتیایی سرچینې د نوم نه اخستلو په شرط خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې له پېښې له ځایه د ننګرهار حوزوی روغتون ته پینځه تنه ټپیان راوړل شوی چې تر درملنې لاندې دی.

پرون ورځ په کندهار ولایت کې د افغان ترک خصوصی لیسې مدیر هم د نامعلومه وسلوالو لخوا وژل شوى و.