په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د جسد د موندلو خبر ورکړی دی
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ماشومه دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ له فتح اباد سیمې څخه ورکه شوې وه.
دغه ماشومه سحر نومېده، پنځه کلنه وه او پر بدن یې د شکنجې نښې لیدل کېده. د دغه ماشوم د وژنې انګېزه او علت لا هم څرګند نه دی. وسله والو طالبانو هم په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
په داسې حال کې چې د طالبانو ډلې په ځلونو د هېواد په کچه د امنیت د تامینولو ادعاوې کړې دی، خو په یو شمېر ولایتونو کې جنایی پېښې مخ په زیاتېدو دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس