په ننګرهار کې نابینایان زده کړو ته له نه لاسرسی شکایت کوی
په ننګرهار کې نابینایان زده کړو ته له نه لاسرسی شکایت کوی

خبرگزاری زنان افغان: افغانستان کې له سیاسی بدلون وروسته د ګڼو افغانانو ژوند په بله واوښت خو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو وګړو لپاره تر نورو ډېر بدل شوى. فریدون خاکسار چې په ختیځ زون کې د نابینایانو د ټولنې عمومی سکرتر دى، د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل چې دا مهال نابینایان […]

خبرگزاری زنان افغان: افغانستان کې له سیاسی بدلون وروسته د ګڼو افغانانو ژوند په بله واوښت خو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو وګړو لپاره تر نورو ډېر بدل شوى.

فریدون خاکسار چې په ختیځ زون کې د نابینایانو د ټولنې عمومی سکرتر دى، د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل چې دا مهال نابینایان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، هغه وایی: «نابینایان د نورو وګړو برعکس زده کړو ته په کافی اندازه لاسرسى نه لری، صنفونه او مسلکی استادان کم دی او یا نشته چې دوى ته درس ووایی، په خصوصی پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره نه منل کېږی کاری فرصتونو ته ددوى د لاسرسى کچه بیخی کمه شوې.»

هغه وایی د جمهوریت پر مهال دوى ته تر یوې اندازې کار شوى و خو اوس وخت ډېرو ستونزو سره مخ دی او اوس توانېدلی چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یوه لېسه جوړه کړی، هغه زیاتوی: «د لوړو زده کړو ریاست اړوند د مسلکی او تخنیکی زده کړو آمریت لخوا د معلولیت لرونکو وګړو لپاره له یوې میاشت راهیسې زموږ په هڅو یوه لیسه رامنځته شوه چې اته ټولګی لری. په دې کې شاوخوا سل(۱۰۰)تنه زده کړې کوی ۳۰ تنه نابینایان چې عمرونه یې د ۶ تر ۳۰ کلنو ترمنځ دی په زده کړو بوخت دی چې اوس وخت کې یوازې یوه نجلۍ په کې درس وایی او د زده کړو ځانګړې ادرې لخوا اداره کېږی.»

د خاکسار په وینا دوى ته د دولت لخوا پاملرنه نه کېږی او کافی امکانات ورته نه برابرېږی.

هغه د موسساتو له لنډمهاله مرستو شکایت کوی او وایی: «د موسساتو له لورې د نابینایانو سره دوامداره مرستې نه کېږی. دوى ته لنډ مهاله روزنه ورکول کېږی، بیا چې کله دوى ښوونځیو ته ور وپېژنی هلته د مسلکی ښوونکو نشتون له کبله یوازې یو ټولګی نه بل ټولګی ته بریالی کېږی خو لازمې لارښوونې ورته نه کېږی. خصوصی پوهنتونونه یې د زده کړو لپاره نه قبلوی آن ازموینه کې ورته د ګډون حق نه ورکول کېږی.»

هغه د ټولنې لخوا د نابینایانو سره له چلند نیوکه کوی او وایی: «ځینی کورنۍ خپل نابینا اولادونو باندې شرمېږی، د ټولنې لخوا ورته غلط کلمات لکه “ړانده” لفظ کارول کېږی، زیاتره کورنۍ له دوى د پیسو راټولولو لپاره د سوالګرو په توګه کار اخلی، له ټولنې لرې ساتل کېږی، مثلاً: له ودونو او محفلونو، غم او ښادۍ یې لرې ساتی، ډېر کمې کورنۍ دی چې هغوى ښوونځیو او کورسونو کې داخلوی د ټولنې شمولیت ورته اخلی ښځینه نابینایانې خو بیخی له ټولنې لرې ساتل کېږی.»

هغه وایی نابینایان هم د نورو وګړو په شان استعدادونه لری باید ورته د کار زمینه برابره شی ځکه د بې کارۍ او فقر له امله له ستونزو سره مخ دی.

«د کار په برخه کې ستونزو سره مخ دی، څوک دنده نه ورکوی حال دا چې د کار د قانون له مخې په ملکی ادارو کې معلولو وګړو ته پنځه سلنه (%۵)د کار حق ورکول شوى خو تاسو به هیڅ په ملکی ادارو کې هیڅ معلول کارمند ونه وینٸ.»

ماریا د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده د خپلې نابینایۍ له کبله له عصری زده کړو لېرې پاتې شوی وایی: «کله چې وړه وم والدینو مې نورې خویندې په ښوونځی شاملې کړې او زه یې په ښوونځی کې د نابینایۍ له کبله داخله نشم کړى، مدیر ورته ویل دا نجلۍ کومې مدرسې کې داخله کړٸ چې حافظه شی دلته دا زده کړې نه شی کولى خویندو مې عصری زده کړې وکړې او زه حافظه شوم خو د عصری زده کړو آرمان اوس هم زړه کې پاتې»

دوى له اسلامی امارت غواړی چې نابینایانو سره مرستې وکړی، د کار او زده کړو زمینه ورته برابره کړی، د دوى په سر تجارت ونه کړی، کوچنی کاروبارونه ورته برابره کړی، د دوى په وینا نابینایان د نورو وګړو په شان ډېر استعدادونه لری او دوى ته په کمه سترګه ونه کتل شی او له استعدادونو څخه یې د هیواد په ابادۍ کې کار واخیستل شی او هم دوى ته د حلال رزق ګټلو زمینه برابره کړی څو د ټولنې لپاره بوج نه شی.

د معلولیت لرونکو وګړو د ټولنې رٸیس مسعود صافى یادې ستونزې منی او وایی چې د پخوا په شان دوى ته پاملرنه نه کېږی او نه هم نور موسسات د دوى ملاتړ کوی، هغه زیاتوی: (پخوا د صرف (Serve) او سویډن موسسې لخوا دوى ته د زده کړو او روزنې برنامې جوړېدې خو اوس وخت کې یوازې د ملګرو ملتونو د کډوالې ادرې(UNHCR) لخوا ورته ځینې برنامې جوړې شوی خو نور ورته خاصه پاملرنه نه کېږی.

هغه زیاتوی: «دا چې اوس وخت کې د نهادونو په مدنی فعالیتونو بندیز لګېدلى له امله یې ډېر نهادونه چې د نابینایانو په برخه کې کار کوی د پخوا په شان فعال نه دی.»

افغانستان په ۱۳۹۱کال د معلولیت لرونکو اشخاصو نړیوال کنوانسیون غړیتوب اخیستى.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د څار سازمان د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې د نابینایانو په ګډون څلور میلیونه معلولیت لرونکی وګړی شته چې د ګڼو ستونزو او تبعیضی چلند سره مخ دی.