نن سه شنبه په ننګرهار کې ولایت مرکز جلال آباد ښار شپږمې ناحیه کې د دوو موټرنو ترمنځ ټکر کې اته تنه مړه او دوه تنه زخمیان شوی. آینې شاهدان وایی یاده پېښه نن ماښام شپږ بجې د شپږمې ناحیې اړوند حلقوی سړک باندې د کرولا او ډاټسن موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته […]
نن سه شنبه په ننګرهار کې ولایت مرکز جلال آباد ښار شپږمې ناحیه کې د دوو موټرنو ترمنځ ټکر کې اته تنه مړه او دوه تنه زخمیان شوی.
آینې شاهدان وایی یاده پېښه نن ماښام شپږ بجې د شپږمې ناحیې اړوند حلقوی سړک باندې د کرولا او ډاټسن موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې ترڅ کې یې څلور میرمنې،درې نارینه او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړى او یو ښځه او سړى پکې ټپیان شوی.
د ننګرهار کې د ترافیکو مدیر جواد شیرزاد وایی چې ټپیان د درملنې په موخه حوزوی روغتون ته انتقال شوی.
د عامې روغتیا د مسولینو په وینا روغتون ته د یادې پېښې له ځایه درې جسدونه او دوه ټپیان وروړل شوی دی.
په ورته وخت کې د تورخم د فرضیې کرښې هاغاړې درې تنه افغان ماشومان د لوى ټیلر د ټیرونو لاندې شوی چې دوه تنه یې مړه او یو ماشوم ټپی شوى.
دا لومړى ځل نه دى چې په ترافیکی پېښو له امله په ننګرهار کې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوی بلکې لدې څخه وړاندې ډېر شمېر کسانو د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.