نن جمعه په ننګرهار کې یوې مور پنځه ګونی ماشومان زېږولی چې درې نجونې او دوه هلکان دی. د ماشومانو زېږون نن دوه بجې د ننګرهار پوهنتون په تدریسی روغتون کې شوى. د ننګرهار پوهنتون تدریسی روغتون کې د نوی زېږدلو ماشومانو د څانګې مشر ډاکتر مشال کریمی وایی( دا ماشومان نن جمعې په ورځ […]
نن جمعه په ننګرهار کې یوې مور پنځه ګونی ماشومان زېږولی چې درې نجونې او دوه هلکان دی.
د ماشومانو زېږون نن دوه بجې د ننګرهار پوهنتون په تدریسی روغتون کې شوى.
د ننګرهار پوهنتون تدریسی روغتون کې د نوی زېږدلو ماشومانو د څانګې مشر ډاکتر مشال کریمی وایی( دا ماشومان نن جمعې په ورځ د ماسپښین دوه بجې زېږېدلی چې روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ دى)
د ماشومان پلار فرید نومیږی چې اوس مهال په عربستان کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروی.
ددې زېږېدلو ماشومانو د کورنۍ یو تن غړى وایی”د ماشومانو پلار دوه ودونه کړی چې له لومړۍ میرمنې یې درې ماشومان درلودل چې لس کاله یې ماشومان نه کېدل،هغه دوهم واده وکړ چې لس کاله وروسته یې خداى تعالى نن ورځ پنځه ماشومان چې دوه زامن او درې لورګانې دی ورکړل دا د الله ج قدرت دى”
لدې څخه وړاندې تېر کال هم یوې د پکتیا د مرکز ښرنې په ملکی روغتون کې په یوه اوونۍ کې دوو مېرمنو اته ماشومان،په مزار کې یوې مور شپږګونی،په پکتیکا کې پینځه ګونی ماشومان زېږولی وو.