په ننګرهار کې د ترتیل القرآن په نوم یوه دینی مدرسه کې زده کوونکو ته د چاودنې په اړه درس ورکول کېږی.
د سه شنبه په ورځ، دوږی ۱۳مه
په یوه رپوټ کې د ترتیل القرآن د مدرسه د یوه زده کوونکی په حواله لیکل شوی دې ،چې دغه مدرسه د ځانمرګو بریدونو روزنې ته ځانګړی شوی دی.
په دغه رپوټ کې ویل شوی دی چې روح الله چې د ترتیل القرآن دینی مدرسې زده کوونکى دى،
له پوځی زده کړو وروسته په دغه مدرسه کې چې د ننګرهار ولایت د تورتم په کلی کې موقعیت لری؛
هغه دخپل دوه ملګرو، امان الله او سجاد په مرسته په یوه زرغون موټر کې پاکستان ته ننوت چې ځانمرګی برید وکړی.
د ترتیل القرآن دینی مدرسې یوه زده کوونکی روح الله دغه پاکستانی رسنی ته ویلی، چې په دغه مدرسه کې یې لس ورځې د ځانمرګو بریدونو روزنه ترلاسه کړې ده.
په دغه رپوټ کې ویل شوی چې روح الله پاکستان ته له ننوتلو وروسته له خپلو دوو ملګرو څخه جلا شو او د برید د ځای د معلومولو لپاره یې د سلیمان په نوم له یوه کس سره وکتل.
سمتا تلویزیون په دغه رپوټ کې ویلی چې ترلاسه شوی ،شواهد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د دغه هېواد د حکومت پر ضد د وسله والو د شتون په اړه د پاکستان ادعا تاییدوی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
دغې رسنۍ دوه ورځې وړاندې په یوه بل رپوټ کې لیکلی وو، چې د پاکستانې طالبان مشر نور ولی محسود او د پاکستان طالبان جګپوړی قوماندان معظم محسود په افغانستان کې شتون لری او طالبانو دوی ته ځانګړی اجازه لیکونه صادر کړی دی. پاتې شئ او وسلې واخلئ.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان