په ننګرهار کې یو کس خپله اینګورد نامشروع اړیکې په تور وژل
په ننګرهار کې یو کس خپله اینګورد نامشروع اړیکې په تور وژل

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې پرون شنبه یو سړی خپله اینګور د نامشروع اړیکو په تور وژلې ده. د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایى چې یاده پېښه پرون شنبه د کوټ ولسوالۍ په تریلی سیمه کې رامنځته شوې ده. د زابلی په وینا پېښه د یوې ښځې او […]

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې پرون شنبه یو سړی خپله اینګور د نامشروع اړیکو په تور وژلې ده.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایى چې یاده پېښه پرون شنبه د کوټ ولسوالۍ په تریلی سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابلی په وینا پېښه د یوې ښځې او سړی د نامشروع اړیکې له امله رامنځته شوې چې خسر یې پخپله اینګور اوپه بل سړی ډزې کړې، چې په نتیجه کې میرمن مړه او سړى ټپی شوى دى.

د زابلی په خبره قاتل چې ګوجر نومېږی له سیمې تښتېدلى دى خو دوى یې د نیولو هڅې کوی څو د قانون منګلو ته یې وسپاری.

په دې ورستیو کې ناموسی وژنی ډیرې شوی چې درې میاشتې وړاندې یو هلک او نجلۍ هم د نامشروع اړیکو په تور وژل شوی وو.