په نورستان ولایت کې ډېری نجونو تعلیمی مرکزونو ته تګ څخه لاس په سرشوی
په نورستان ولایت کې ډېری نجونو تعلیمی مرکزونو ته تګ څخه لاس په سرشوی

د طالبانو د راتګ سره سم ډېر شمیر ښځینه محصلینو چې په خصوصی نیمه لوړو زده کړو مرکزونو کې زده کړې کولې خپل درسونه پریښی. سیمانورستانۍ په نورستان کې د ښځو د حقونو فعاله وایی(اوس مهال په نورستان کې دانجونو هیڅ کوم تعلیمی مرکز د درس ویلو لپار خلاص ندی نه مکتب نه هم انسټیټیوټ […]

د طالبانو د راتګ سره سم ډېر شمیر ښځینه محصلینو چې په خصوصی نیمه لوړو زده کړو مرکزونو کې زده کړې کولې خپل درسونه پریښی.
سیمانورستانۍ په نورستان کې د ښځو د حقونو فعاله وایی(اوس مهال په نورستان کې دانجونو هیڅ کوم تعلیمی مرکز د درس ویلو لپار خلاص ندی نه مکتب نه هم انسټیټیوټ .صرف یو شخصی انسټیټیوټ چې په کامدیش نورستان پورې اړوند دى هلته انجونی د قابلګی درس وایی مګر ډیر کمې انجونې دی ځکه چی د فیس ورکړی توان نه لری نور هیڅ کوم تعلیمی مرکز د انجونو پر وړاندیې نه دی خلاص . لامل یې هم امارت دى چې دوی محترمان ورته اجازه نه ورکوی)
میرافضل د یو خصوصی طبی انسټیټیوټ رئیس وایی (مونږ د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ کی طبی انسټیټوټ لرو چی د قابلګۍ، عالی نرسنګ نورې رشتې هم لری د نظام له تحول وړاندی زمونږ دانجونو محصلینو شمیر ۵۲ تنو ته رسیده، خو اوس یوازی شااوخوا ۲۰ تنو پاتې شوی)
د ریپوټونو له مخې فقر او د طالبانو د حکومت لخوا په ښځینه ومحدودیتونه هغه لاملونه دی چې نجونو د تعلیم او تحصیل په لار کې خنډ ګرځیدلی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په ښځو د تېز رنګه جامو پرتن کول،له محرمه پرته سفر کولو او ورته نور بندیزونه لګولې و.