وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونیول شو ښځینه فعالانې په ډېرو ولایتونو کې له ستونزو،ویرې او له کړاونو ډک ژوندتیروی. په نورستان کې یو ښځینه فعاله چې نه یې غوښتل خپل نوم ښکاره کړی خبرګذارى زنان افغانستان ته وویل(وروسته له هغې چې طالبانو حکومت ونیو سم له لاسه یې په نورستان ولایت […]
وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونیول شو ښځینه فعالانې په ډېرو ولایتونو کې له ستونزو،ویرې او له کړاونو ډک ژوندتیروی.
په نورستان کې یو ښځینه فعاله چې نه یې غوښتل خپل نوم ښکاره کړی خبرګذارى زنان افغانستان ته وویل(وروسته له هغې چې طالبانو حکومت ونیو سم له لاسه یې په نورستان ولایت کې د ښځو چارو ریاست ته اور اچولى،ښځینه فعالانو د ژوندی پاتې کېدو په موخه سکوت اختیار کړى.
هغه وایی له هغې وروسته چې طالبانو د هغې کورته هم اور ورته کړى یو بل ولایت ته کډه کړې،اوس مهال ی یې ژوند ډېرو مشکلاتو سره مخ دى بې کاری، بداقتصادی وضعیت او وېره هغه څه دی چې خوب یې ورته له سترګوتښتولى او په ژور خفګان یې اخته کړې.
هغې زیاته کړه څه رنګه چې ما د بیلابېلو ادارو د ښځو شبکه،USID،پروموټ او نورو ادارو سره د دیموکراسۍ،ښځینه حقوقوڅخه ملاتړپه موخه کار کړى تراوسه مو هیچا غږ نه دى اورېدلاى.
هغه وایی د طالبانو له لورې عمومی عفوه اعلان یوازې یو نمایشی اعلان دى چې په عمل کې داسې نه ده. روزمره د تېرنظام نظامی اشخاص او ښځینه فعالانې شکنجه،وهل،ځورول او حتا وژل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په حکومت کې په مختلفو ولایتونو کې ښځینه فعالانې او خبریالانې وژل شوی.