په نیمروز کې د هاوان مرمۍ چاودنه؛ دوه ماشومان مړه او دوه نور ژوبل شوی
په نیمروز کې د هاوان مرمۍ چاودنه؛ دوه ماشومان مړه او دوه نور ژوبل شوی

خبرگزاری زنان افغانستان: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د هاوان د سر د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان دی. دا پېښه تیر ماشام “دوشنبه د میزان ۳مه” د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په ګنج سیمه کې رامنځ ته شوې ده. سرچینه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د هاوان د سر د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.

دا پېښه تیر ماشام “دوشنبه د میزان ۳مه” د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په ګنج سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوی، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد ماشومان په خپلو ماشومانو لوبو بوخت وو.

دغې سرچینې د دغو ماشومانو د جنس او ​​عمر په اړه معلومات ورنه کړل.

د سرچینې په وینا، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی. خو په دې پیښه کې د دوو تنو ټپیانو روغتیایی حالت “جدی” بلل شوى دى.

تر اوسه سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دی ویلی.

افغانستان یو له هغو ککړو هېوادونو څخه دی چې په ټول هېواد کې یې ماینونه ایښودل کېږی او هر کال ملکی وګړی په ځانګړې توګه ماشومان په کې وژل کېږی.