خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یو درې کلن ماشوم په ژورې څاه کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی. دا پېښه تېره ماشام” شنبه، د حمل ١٢مه” رامنځته شوې ده. د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په “کندهاری” سیمه کې شوې ده. […]
خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یو درې کلن ماشوم په ژورې څاه کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
دا پېښه تېره ماشام” شنبه، د حمل ١٢مه” رامنځته شوې ده. د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په “کندهاری” سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، د دغه ماشوم نوم محمد زوى و او درې کلن و.
له بلې خوا په نیمروز کې له طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس محمد قاسم محمد وایی: د ماشوم د کورنۍ له خوا تر خبرېدو وروسته مو دغه موضوع د سوېل لوېدیځې حوزې له اړوندو چارواکو سره شریکه کړه، څو ماشوم ته پاملرنه وشی. او په وخت سره ماشوم وژغورئ. مګر مخکې له دې چې موږ ورسوو؛ دغه ماشوم د کورنۍ د غړو له خوا له ۶۰ مترو څخه زیات ژور له یوې څاه څخه را ایستل شوی او مړ شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په زابل، نیمروز، کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې د ورته پېښو له امله یو شمېر ماشومان په څاه کې د ډوبېدو له امله مړه شوی دی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#