د هرات له ښاره یوې سرچینې خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو د هرات ولایت په مرکز کې د طالبانو د ډلې دوه غړی په ډزو وژلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د سنبلې په نهمه نېټه د هرات په پښتون پل سیمه کې د وسله والو طالبانو د ډلې دوه غړی په یوه وسله وال برید کې ووژل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه دوه کسان په هرات کې د طالبانو غړی وو، چې خلک یې ځورول. دغه راز ویل کیږی چې بریدکوونکو له دغو وسله والو طالبانو وسلې هم وړی دی .
تر دې مخکې هم د طالبانو د ډلې د امر بامعروف او استخباراتو په غړو بریدونه شوی دی.
د افغانستان ښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس