د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی چې سبا (چهارشنبه د سنبلې ۲۱) په هرات کې د ټاپی پروژې د پرانېستلو له امله کار بند اعلان شوی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلی چې د طالبانو او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو په شتون سره به د لوړې مراسم ترسره شی.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د لېږد پروژه چې د TAPI په نوم یادېږی،
د ۲۰۱۶ کال په پای او د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د دغو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانستل شوه.
خو له اوو کلونو وروسته هم کوم پرمختګ نه دی شوی.
د ټاپی پروژې مفکوره په نولسمه لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال وړاندیز شوې وه.
د دې پایپ لاین ټول اوږدوالی به ۱۸۱۴ کیلومتره وی، چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستانه تېرېږی.
د ګازو دغه پایپ لاین په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت لری.
دافغانستان ښځو خبرې اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان