د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې ځایی مسولین وایی چې دغه پېښه پرون د ( چنګاښ د په ۳۱ نېټه ) له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د مطبوعاتو امر محدقاسم ریاض رسنیو ته […]
د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې ځایی مسولین وایی چې دغه پېښه پرون د ( چنګاښ د په ۳۱ نېټه ) له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د مطبوعاتو امر محدقاسم ریاض رسنیو ته ویلی، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په سیمه کې د اوسپنې یوې هټۍ کې کاریګرو موټر کې زړې اوسپنې بارولې او د راکېټ سرګلولې چاودنه کړې ده.
د هغه په وینا، چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې کسان ټپیان دی.
محمدقاسم ریاض زیاتوی چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ دی.