خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند کې د طالبانو ځینې سرچینې وایی، د هغو دوو ماشومانو جسدونه چې درې ورځې وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې تښتول شوی وو، تېره شپه په یوه څاه کې موندل شوی دی. دې سرچینې د نوم له ښودلو پرته خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې تښتوونکو د دغو ماشومانو د […]
خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند کې د طالبانو ځینې سرچینې وایی، د هغو دوو ماشومانو جسدونه چې درې ورځې وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې تښتول شوی وو، تېره شپه په یوه څاه کې موندل شوی دی.
دې سرچینې د نوم له ښودلو پرته خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې تښتوونکو د دغو ماشومانو د خلاصون په بدل کې د دوی له کورنیو څخه درې میلیونه افغانۍ غوښتې وې.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وایی، چې دغه انسان تښتوونکی یې تېره شپه “یکشنبه، د سرطان ۱۸مه” د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی دی.
نوموړی زیاتوی، چې انسان تښتوونکو د ګرشک ولسوالۍ څخه د ۱۰ او ۱۲ کلونو په شاوخوا کې دوه ماشومان تښتولی وو او بیا یې د کورنیو څخه یې د پیسو غوښتنه کړې وه چې د نه ورکړې له امله یې ماشومان وژلی او یوې څاه ته یې اچولی وو.
ریاض وایی، چې دوی د یو لړ عملیاتو پرمهال یاد کسان نیولی او دامهال ترې څیړنې روانې دی.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصادی وضعیت خراب شوی چې له امله یې یو شمیر کسانو دا ډول کړنو ته لاس اچولی دی.
خبرگزاری زنان افغانستان