خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله لس کوچيان مړه شوي دي. یوې باوري ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ “۵حمل” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دغو سېلابونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تزني او خاشرود […]
خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله لس کوچيان مړه شوي دي.
یوې باوري ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ “۵حمل” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دغو سېلابونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تزني او خاشرود په کلیو کې سېلابونه وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په هلمند کې د خاشرود سيند شاوخوا اوسېدونکو کورنيو ته تر ټولو ډېر زيانونه اوښتي دي.
سرچینه خبرداری ورکوي چې که ژر تر ژره د قربانیانو وضعیت ته پام ونه شي، نو یو ناورین به رامنځته شي.
ویل کېږي، چې د دغو سېلابونو له امله پر انساني تلفاتو سربېره تر ۲۰۰ ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.
خو په هلمند کې وسله وال طالبان دغه خبر ردوي او ادعا کوي چې په نوزاد ولسوالۍ کې کومه پېښه نه ده شوې.
د يادونې وړ ده، چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د تزني سيمه د دې ولسوالۍ يوه له لرې پرتو سيمو څخه ده.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#