په هلمند کې د سخت طوفان له امله یوه مور او د هغې څلور ماشومان ټپیان شوی دی
په هلمند کې د سخت طوفان له امله یوه مور او د هغې څلور ماشومان ټپیان شوی دی

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طوفان له امله یوه مور او د هغې پنځه ماشومان ټپیان شوی دی. د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی محمد قاسم ریاض رسنیو ته وویل، چې تېره شپه (یکشنبه د اسد ۲مه) په لښکرګاه ښار کې […]

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طوفان له امله یوه مور او د هغې پنځه ماشومان ټپیان شوی دی.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی محمد قاسم ریاض رسنیو ته وویل، چې تېره شپه (یکشنبه د اسد ۲مه) په لښکرګاه ښار کې د طوفان له امله د استوګنې یو کور ویجاړ شوى دى.

هغه زیاته کړه، چې د دې طبیعی پېښې په پایله کې یوه مور او د هغې څلور ماشومان (دوه نجونې او دوه هلکان) ټپیان شوی دی.

د ریاض په وینا، کله چې زورور طوفان ولګېد، د استوګنې د یوه کور دېوال ونړېد او د یوې کورنۍ پنځه غړی یې لاندې کړل او ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځو، جنوبی او شمالی ولایتونو کې طبیعی پېښې زیاتې شوې دی.