د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوه لاسی بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی دی. د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس راشد هلمندی وایې چې دا پېښه د چهار شنبې په ورځ د سنبلې په ۹ مه د ګرشک ولسوالۍ په قلعه غازی سیمه کې […]
د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوه لاسی بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوی دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس راشد هلمندی وایې چې دا پېښه د چهار شنبې په ورځ د سنبلې په ۹ مه د ګرشک ولسوالۍ په قلعه غازی سیمه کې سوی ده.
د هلمند والی وایی، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له یوه لاسی بم سره لوبې کولې.
تر دې وړاندې هم په هلمند کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
خبرگزاری زنان افغانستان