په هلمند ولایت کې ځایی چارواکې وایی، په ګرشک ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې له امله یوه ښځه وژل شوې او یوه بله ټپی شوې ده. د ګرشک د والی ویاند حفیظ مظلوم رسنیو ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه (د غبرګولی په ۱۰مه) د دې ولسوالۍ د حاجی روف په کلی کې رامنځته […]
په هلمند ولایت کې ځایی چارواکې وایی، په ګرشک ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې له امله یوه ښځه وژل شوې او یوه بله ټپی شوې ده.
د ګرشک د والی ویاند حفیظ مظلوم رسنیو ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه (د غبرګولی په ۱۰مه) د دې ولسوالۍ د حاجی روف په کلی کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د ځمکې له ښویېدو وروسته د استوګنې یو کور ویجاړ شوى، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او یوه بله ټپی شوې، خو د کورنۍ پاتې غړی یې د سیمې خلکو ژغورلی دی.