د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر (ني) د سه شنبې په ورځ (د حوت دوهمه) وويل، چې د راپورونو له مخې، د هلمند ولايت لپاره طالب چارواکو ځايي خبريالانو ته امر کړى، چې له دې وروسته دوى حق نه لري، چې له دې ولايت څخه ويډيويي راپورونه چمتو کړي. خلک او د دولتي […]
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر (ني) د سه شنبې په ورځ (د حوت دوهمه) وويل، چې د راپورونو له مخې، د هلمند ولايت لپاره طالب چارواکو ځايي خبريالانو ته امر کړى، چې له دې وروسته دوى حق نه لري، چې له دې ولايت څخه ويډيويي راپورونه چمتو کړي. خلک او د دولتي ادارو چارواکي یا عکسونه واخلي٠
ظریف کریمي د دې دفتر مسوول ، پرون سېشنبه رسینو ته وویل، د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوي، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلي او د دوی په باب دې تصویري راپورونه، نه جوړوي.
نوموړی وايي: له چې له بده مرغه پر رسنیو د محلي چارواکو دا ډول محدودیتونه او فشارونه ګورو، باوري کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جدي خطرونه شته او که اقدام ونه شي، ممکن دا خطر نور هم جدي شي او کرار- کرار ټولو رسنیو ته یې لمن وغځيږي.
کریمي زیاته کړه، په هلمند کې خبریالانو ته ویل شوي، چې د عادي خلکو تصویري راپورونه دې هم نه جوړوي.
تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو، چې د رسنیو ازادۍ او خبریالانو ته پر وخت د اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دي.
خبرگزاری زنان افغان