په هلمند ولایت کې یو شمېر ښځو د طالبانو ډلې پر ضد لاریون وکړ. په هلمند ولایت کې د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ اعلان وکړ، چې د دغه احتجاجی خوځښت غړو پرون “سه شنبه، ۲۵ اسدمه” په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړه او د “ډوډۍ، کار، ازادۍ” شعار یې ورکړ. د […]
په هلمند ولایت کې یو شمېر ښځو د طالبانو ډلې پر ضد لاریون وکړ.
په هلمند ولایت کې د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ اعلان وکړ، چې د دغه احتجاجی خوځښت غړو پرون “سه شنبه، ۲۵ اسدمه” په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړه او د “ډوډۍ، کار، ازادۍ” شعار یې ورکړ.
د افغان ښځینه مبارزینو خپلواکه غورځنګ په خپل فیسبوک کې یو راپور خپور کړی او ویلی یې دی، چې د هلمند لاریون کوونکی ښځې په یوه بند ځای کې راټولې شوې او د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو او اخراج په وړاندې یې خپله کرکه څرګنده کړې ده.
د دغه لاریون انځورونه ښیی چې لاریون کوونکو مېرمنو پلې کارډونه په لاس کې وو او د “ډوډۍ، کار، ازادۍ “تروریزم له منځه یوسی” طالبان زموږ استازی نه دی، موږ ازادی غواړو” شعارونه ورکول.
د هلمند لاریون کوونکو ښځو هم د زده کړو د حق او د ښځو د پرمختګ غوښتنه کړې ده.
اوس چې د طالبانو په لاس د هېواد د پرځېدو یو کال پوره کېږی، د هلمند ولایت یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو د طالبانو پر ضد د اعتراضی خوځښتونو په لیکو کې برخه اخیستې او د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره د مبارزې هوډ لری.