په هلمند ولايت کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي چې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يوه سړي د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه له دې امله پرې کړي چې لور يې له کوره وتلې وه. په هلمند ولايت کې يوې سيمه ييزې سرچينې نن (چهارشنبه د حوت په ٢٤مه) د نوم نه ښودلو […]
په هلمند ولايت کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي چې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يوه سړي د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه له دې امله پرې کړي چې لور يې له کوره وتلې وه.
په هلمند ولايت کې يوې سيمه ييزې سرچينې نن (چهارشنبه د حوت په ٢٤مه) د نوم نه ښودلو په شرط، خبرگزاری زنان افغان ته وويل چې دا پېښه د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ د “اوغلو” په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، دغه سړي نن سهار وروسته له هغه د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه پرې کړل، چې لور يې له کوره تېښته وه او دا مېرمن د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوې ده.
سرچينې د امنيتي ملحوظاتو له امله په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون ټول هغه بنسټونه منحل کړي چې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوي او پر ځای یې د عامه چارو وزارت جوړ کړی دی.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او شخصي او ټولنیزو ازادیو د پراخو محدودیتونو له لګولو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ښځو ځان وژنه کړې او لسګونه مېرمنو د وسلو په کارولو، تېزابونو او زهرجنو توکو په خوړلو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#