سیمه ییزو سرچینو په پکتیکا کې د یوه سړی د وژل کېدو او د هغه د مېرمنې د ټپی کېدو خبر ورکوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند یاروالو په سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې دغه سړی په خپل کور کې سر غوڅ شوى او مېرمن یې هم په چاقو ټپی شوې ده.
ددی پېښی لامل تر اوسه معلوم نه دی. د پکتیکا امنیې قومندانۍ ددی پېښی په تړاو دوه تنه نیولی دی.
په هېواد کې د مرموزو وژنو پېښې په ډراماتیک ډول مخ په ډېرېدو دی، چې په دې وروستیو کې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د یو خاوند او مېرمنې د مرموز ډول وژنه بیلګه ده.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس