آزادۍ جبهه ادعا کوی چې د طالبانو پر یوه رینجر موټر د برید په لړ کې یې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې ۳ طالبان وژلی او یو بل ټپی کړی دی.
یاده جبهه چې ځان د طالبانو مخالف وسله وال بولی، پر خپله اېکسپاڼه لیکی چې پرون یکشنبه یې د کابل ښار دهمزنګ سیمې پارک شهر ته نږدې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر یوه رینجر موټر برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې د برید د څرنګوالی په اړه څه نه دی ویل شوی او نه هم د پېښې اړوند فلم یا انځور خپور شوی دی.
طالبانو که څه هم د دې ادعا په اړه رسماً څه نه دی ویلی، خو چارواکی یې زیاتره په افغانستان کې د دوی د مخالفو وسله والو ډلو شتون ردوی.
بل خوا څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په یوه ګزارش کې ویل شوی وو چې د روان کال په درېیو میاشتو کې د مقاومت او آزادۍ جبهو پر طالبانو ۷۳ وسله وال بریدونه کړی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان