یو شمېر کابل ښاریان وایی، نن دوشنبه له سهار راهیسې د ښار په ځینو سیمو کې مخابراتی شبکو فعالیت درولی او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی. دوی ویلی، دا ستونزه له پرون ماسپښین راپدېخوا د کابل په ځینو سیمو کې وه، خو په وینا یې چې له نن سهاره ډېرې مخابراتی شبکې […]
یو شمېر کابل ښاریان وایی، نن دوشنبه له سهار راهیسې د ښار په ځینو سیمو کې مخابراتی شبکو فعالیت درولی او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.
دوی ویلی، دا ستونزه له پرون ماسپښین راپدېخوا د کابل په ځینو سیمو کې وه، خو په وینا یې چې له نن سهاره ډېرې مخابراتی شبکې په نږدې ټولو سیمو کې پرې شوې دی.
کابل ښاریان اندېښمن دی چې د سلام، اتصالات او امټیان په ګډون د ځینو مخابراتی شبکو خدماتو د پرېکېدو له امله د خپلې کورنۍ له غړو سره اړیکې نهشی نیولای او نه له انټرنټی خدماتو ګټه اخیستلای شی.
که څه هم تر اوسه د مخابراتو وزارت او د خصوصی شبکو مسوولانو د دې ستونزې په اړه په رسمی توګه څه نه دی ویلی، خو د خلکو په خبره چې ښایی د طالبانو حکومت دا کار د محرم پر مراسمو د احتمالی بریدونو د مخنیوی په خاطر کړی وی.
کابل ښاریانو د طالبانو له حکومته غوښتی چې ژر تر ژره د مخابراتی شبکو خدماتو ته اجازه ورکړی چې دوی په خپلو ورځنیو چارو کې رامنځتهشوې ستونزې حل کړی.