خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د کاناډا پخوانۍ سفیرې دبورا لیونز ویلی چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا یرغل وروسته په دغه هېواد کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د یکشنبې په شپه د مېزان په ۹مه نېټه دبورا لیونز له یوې کاناډایی […]
خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د کاناډا پخوانۍ سفیرې دبورا لیونز ویلی چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا یرغل وروسته په دغه هېواد کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د یکشنبې په شپه د مېزان په ۹مه نېټه دبورا لیونز له یوې کاناډایی ورځپاڼې سره په مرکه کې له خپل هېواده وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره همکاری وکړی او په داسې یوه حالت کې دوی یوازې نه پرېږدی.
هغه زیاته کړه: «د لارې موندل یوه مبارزه ده. خو موږ باید دې کار ته دوام ورکړو.»
لیونز چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې د کاناډا سفیره او له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې وه، یادونه وکړه چې په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت مایوسه کوونکی دی.
لیونز دا هم وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې تل د توکمیزو ډلو ځپلو او حتی د پخوانیو پوځیانو نیولو او وژلو ته دوام ورکړی دی.
دغه کاناډایی ډیپلومات له طالبانو سره خبرې اترې مهمې وبللې او زیاته یې کړه: “تاسو کولی شئ له هغوی سره ووینئ، له هغوی سره کار وکړئ، له هغوی سره خبرې وکړئ، هڅه وکړئ چې له افغانانو سره د مرستې لپاره لارې چارې ولټوئ.”
د یادولو وړ ده چې طالب ډلې د افغانستان د ملی حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته د دغه هیواد په خلکو بندیزونه او سخت شرایط وضع کړی دی. په هېواد کې د یوې خاصې قبیلې له خوا واکمنی، د نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه نه ورکول، د دې ډلې له خوا د خلکو نیول او وژل او د ښځو د حقونو فعالان هغه څه دی چې دا ډله یې په افغانستان کې کوی.