په کابل کې ښځو د “پنځو طالب چارواکو پر ضد چې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره مخالفت کوی” مظاهره وکړه
په کابل کې ښځو د “پنځو طالب چارواکو پر ضد چې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره مخالفت کوی” مظاهره وکړه

په کابل کې یو شمېر ښځو د “طالبانو د هغو پنځو چارواکو پر ضد چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخالف دی” اعتراضیه غونډه پیل کړه. دغه مېرمنې چې د «افغان ښځو د یووالی او پیوستون ټیم» تر چتر لاندې کار کوی، نن (جمعه، ۱۱ سنبله) د کابل ښار په یوه بند ځای […]

په کابل کې یو شمېر ښځو د “طالبانو د هغو پنځو چارواکو پر ضد چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخالف دی” اعتراضیه غونډه پیل کړه.

دغه مېرمنې چې د «افغان ښځو د یووالی او پیوستون ټیم» تر چتر لاندې کار کوی، نن (جمعه، ۱۱ سنبله) د کابل ښار په یوه بند ځای کې خپل اعتراض پیل کړ.

دا لاریون وروسته له هغه وشو، چې د افغانستان نړیوالې شبکې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د طالبانو پنځه چارواکی د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخالف دی.

په دغه راپور کې د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت الله او د دغې ډلې د مشر ملا حسن اخندزاد د نجونو د تعلیم مخالف بلل شوی دی. په دغه راپور کې د طالبانو د ډلې د نورو دریو چارواکو نومونه نه دی یاد شوی.

راپور د طالبانو د لومړی وزیر له خولې ویلی: “تر څو چې زه ژوندی یم، نجونې به ښوونځی ته لاړې نه شی.”

د دغه راپور له مخې، د طالبانو مشر یو سخت کلیوال سړی دی چې د حکومت کولو لپاره روښانه لید نه لری او د خپلو افراطی مشاورینو په مشوره عمل کوی او ملاحسن اخندزاده هم خورا سخت دریځ لری.

مظاهره کوونکو ښځو، چې لیدونکی یې د طالبانو ډله او نړیواله ټولنه ده، د “نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ” او “موږ ویښ ښځې یو، له تبعیض څخه کرکه لرو” شعارونه پورته کړل.

په هغه اعلامیه کې چې دغو مېرمنو رسنیو ته لېږلې، دا هم ویل شوی: «موږ یو پوه او ویښ نسل یو. “هیڅ ډله نشی کولی موږ د جهالت لوری ته بوځی.”

له هغه وخته چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګی څخه پورته نجونو ته یې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او پر ښځو یې د سفر او کار په برخه کې سخت محدودیتونه وضع کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان