عامه سرچینې په کندهار ولایت کې د یوه ځوان هلک له ځان وژنې خبر ورکوی.
سرچینې د افغانستان ښځو خبری اژانس ته تایید کړی چې دغه ځوان حکمت الله نومېده او د زمری د میاشتې په ۹مه نېټه یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په چوک شایستې کې ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
دغه ځوان شل کاله عمر درلود او د ژیړی ولسوالۍ د سنګسار د سیمې اصلی اوسیدونکی و، چې د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله یې ځان زندۍ کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له بیا راتګ سره فقر او بېکاری زیاته شوې ده. یو شمېر ځوانانو د بېکارۍ، بې وزلۍ، د راتلونکی په اړه نا امیدی، د کورنۍ تاوتریخوالی، جنسیتی تبعیض او لسګونو نورو پېښو له امله ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس