په کندهار ښار کې يو ځوان د “ناپيژاندو وسله والو” له خوا وژل شوى دى
په کندهار ښار کې يو ځوان د “ناپيژاندو وسله والو” له خوا وژل شوى دى

په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ۳۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.   سرچينې خبرگزای زنان افغان ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار (د حوت ٢٠مه) د شپږمې ناحيې اړوند د “ديماسوس” په سيمه کې رامنځته شوې […]

په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ۳۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.

 

سرچينې خبرگزای زنان افغان ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار (د حوت ٢٠مه) د شپږمې ناحيې اړوند د “ديماسوس” په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 

په دې پېښه کې وژل شوی کس هدایت الله نومېږي. سرچینه زیاتوي، چې نوموړی له کور څخه د کار په لور روان و، چې پرې ډزې وشوې.

 

هدایت الله د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې په کندهار ښار کې اوسېده. هغه کومه ثابته دنده نه درلوده او د ورځی مزدورکار و.

 

په همدې حال کې په کندهار کې د طالبانو امنيتي سرچينې د دې پېښې پخلى کوي او وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

 

په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې مرموزې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي. په تېرو ورځو کې په کندهار ښار کې يو سوداګر او د دغه ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې يو لس کلن ماشوم په مرموز ډول وژل شوي وو.

 

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#