په کندهار کی امنیتی وضعیت تر بل هر وخت ښه سوی
په کندهار کی امنیتی وضعیت تر بل هر وخت ښه سوی

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتی مسؤل محمد اصف حکیمی د رسنیو سره په خبرو کی وویل، چی” د امنیتی مسئولینو د شپه او ورځ او پرله پسی هڅو په پایله کی اوس په کندهار کی امنیتی وضیعت پوره ډاډمن او ښه سوی دئ”. ښاغلی حکیمی د هغه غلو په اړه چی څو اوونۍ وړاندی […]

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتی مسؤل محمد اصف حکیمی د رسنیو سره په خبرو کی وویل، چی” د امنیتی مسئولینو د شپه او ورځ او پرله پسی هڅو په پایله کی اوس په کندهار کی امنیتی وضیعت پوره ډاډمن او ښه سوی دئ”.
ښاغلی حکیمی د هغه غلو په اړه چی څو اوونۍ وړاندی یې د ولس په منځ کی تشویش اچولی وو، وویل ، چی “زیاتره هغه غله ئې د امنیتی مسؤلینو د هڅو او د خلکو په همکارۍ نیولی دی، چی په بېلا بېلو غلاو تورن وه.”

د کندهار ښار اوسیدونکی هم د امنیتی وضیعت د ښه کېدو خبره منی او وائې، چی د پخوا په پرتله اوس په ښار کی د غلاوو ګراف راکښته سوی دئ.
وکیل احمد چی د کندهار ښار اوسیدونکی دئ باختر رسنیو ته وویل، چی د” امنیتی مسؤلینو څخه مننه کوو، چی د خلکو غوښتنو او تشویشونو ته ئې پر وخت رسیده ګی کړې او د خلګو له پاره ئې ډاډمن امنیت راوستلی دئ”.
هغه د وروستیو غلاوو او جنایی پیښو په اړه وویل، چی “کېدای سی دا د ځینو مغرضو کړیو او خلګو پلان وو، چی غوښتل ئې د ولس او نظام تر منځ بې باوری رامنځته کړی چی دا شوم پلان د امنیتی مسؤلینو له خوا د ناکامی سره مخامخ سوو.”

د یادولو وړ ده، چی د ا.ا لوړ پوړی امنیتی مسؤلین وایی، چی د هغو کسانو پر ضد شپه او ورځ کار کوی، چی د امنیتی وضعیت د خرابېدو هڅه کوی.