کندهار کې د میرزا احمد په نوم د نجونو د یوې لېسې ودانۍ داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږی چې طالبانو د شپږم ټولګی پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. دا لیسه چی د کندهار ښار د اتمې ناحیې په میرزا احمد خان کلاچې کې موقیعت لری د اوس وخت له […]
کندهار کې د میرزا احمد په نوم د نجونو د یوې لېسې ودانۍ داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږی چې طالبانو د شپږم ټولګی پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
دا لیسه چی د کندهار ښار د اتمې ناحیې په میرزا احمد خان کلاچې کې موقیعت لری د اوس وخت له پاره پکې زیاتې نجونې په درس ویلو بوختې دی.
کندهار د طالبانو د معارف ریاست ویاند نظر محمد صمیم خبر گزاری زنان ته وویل، چې په دې ښوونځی کې شاوخوا ۹۸۰ ښځینه زده کوونکی په تعلیم بوختې دی، چې له هغې جملې ۷۵۰ نجونې له اول څخه بیا تر شپږم ټولګی او ۳۲۰ نجونې له اووم څخه بیا تر دولسم ټولګی تعلیم کوی.
صمیم وایې، دغه ښوونځی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دولس تدریسی صنفونه، څلور اداری اتاقونه، تشنابونه، د زده کوونکو لپاره ځانګړی د لوبو میدان، د لاس مینځلو معیاری ځایونه، د اوبو او برېښنا منظم سیستم لری.
له دې ودانۍ پرانیستې سره به څه باندې ۹۸۰ نجونو ته د زده کړو ښه چارپریال برابر شی
د هغه په وینا، دې ښوونځی کې دوه وخته تدریس کېږی، چې پر یوه وخت شاوخوا پنځه سوه زده کوونکې تعلیم کوی.
په ورته وخت کې د « یو این ایچ سی ار» موسېسې د ساختمانی چارو مدیر انجینیر امیر محمد خبر گزاری زنان ته وویل، چې دا مکتب د یو این ایچ سی ار موسېسې په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالی ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هغه په وینا، د دې ودانۍ پر جوړېدو شاوخوا ۲ لکه ۵۷ زره امریکایی ډالر لګښت راغلی چی چاپان هیواد ورکړی.
د انجینر محمد په خبره: « ددغه پروژې د بشپړېدو چارې N.H.C.C ساختمانی کمپنۍ له لوری بشپړې شوی، د وادنۍ ساختمانی چاری په ۲۰۲۱م کال د جولایی مېاشت پیل او د ۲۰۲۲م کال د اپریل میاشتې پر دیارلسمې نیټې پای ته ورسېدې.»
ددغه ښوونځی ودانۍ مالی لګښت جاپان هیواد ورکړی
ورته مهال د کندهار قومی مشر محمد حنیف، د ټولو کندهاریانو په نمایندګۍ د جاپان هېواد له خلکو مننه کوی، چی دغه پیسې یې خپل د هېواد پر ځای افغانستان کې مصرف کړې او دې خاورې بچیانو ته یې د زده کړې او تعلیم کولو زمینه برابره کړه.
هغه وایې، د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار خلک به د جاپان هېواد د خلکو دا بشردوستانه کومکونه او مرستې هیڅ وخت هېرې نکړی.
زده کوونکې خوښې دی چې نوی ودانۍ او د زده کړو ښه چارپریال ورته برابر شوی
فاطمه چې اوس په شپږم ټولګۍ کې زده کړې کوی خبرگزاری زنان ته وویل، پخوا یې په خیمو کې د خاورو پر سر درسونه ویل خو اوس به په پاکو او معیاری صنفونو کې زده کړې کوی.
فاطمه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې تر شپږم ټولګی پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړی او تر شپږم ټولګۍ له پورته انجونو څخه یې بیا وغوښتل چې درسونه ته ورشی ځکه چی په اوس وخت کې یې درسونه دمعیاری کېدو په حال کې دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو راتګ سره د شپږم ټولکی پورته نجونو ښوونځی تړل شوی او لا معلومه نده چې طالبان به ددوئ پرمخ کله ښوونځی پرانیزی.