د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کې د استوګنې پر یوه کور د لاسی بم په چاودنه کې درې ښځې او یو ماشوم ټپیان شوی دی. دا پېښه تېره ورځ (د اسد ۱۳مه) رامنځته شوې ده. یوې ځایی سرچینې د خبر گزاری زنان افغانستان سره په خبره کې دغه پېښه تایید کړه. د کندهار ښار […]
د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کې د استوګنې پر یوه کور د لاسی بم په چاودنه کې درې ښځې او یو ماشوم ټپیان شوی دی.
دا پېښه تېره ورځ (د اسد ۱۳مه) رامنځته شوې ده.
یوې ځایی سرچینې د خبر گزاری زنان افغانستان سره په خبره کې دغه پېښه تایید کړه.
د کندهار ښار د دولسمې امنیتی حوزې امر امیرشاه اغا هم خبر گزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې دا کار یې د شخصی دښمنۍ پر بنسټ ترسره کړى دى.
د هغه په وینا، وژل شوی کسان د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اصلی اوسېدونکی دی.
امیرشاه اغا زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالی او د تورنو کسانو د موندلو په اړه نورې څېړنې روانې دی.