په کندهار ولایت کې نوی تعلیمی کال پیل شو. خو له شپږم ټولګی پورته نجونې ښوونځی ته نه شی تلای. د شمېرو له مخې په کندهار کې شاوخوا ۲۵۰ زره زده کوونکی په زده کړو بوخت دی چې ۷۸ زره یې نجونې دی. په کندهار کې د ۷۸۰۰۰ ښځینه زده کوونکو له ډلې […]
په کندهار ولایت کې نوی تعلیمی کال پیل شو. خو له شپږم ټولګی پورته نجونې ښوونځی ته نه شی تلای.
د شمېرو له مخې په کندهار کې شاوخوا ۲۵۰ زره زده کوونکی په زده کړو بوخت دی چې ۷۸ زره یې نجونې دی.
په کندهار کې د ۷۸۰۰۰ ښځینه زده کوونکو له ډلې څخه ۴۰ زره یې تر شپږم ټولګی پورې زده کړې کوی.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځی ته ولاړې شی.
په کندهار کې د طالبانو د پوهنې رئیس فخرالدین نقشبندی وایی، د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره بشپړ چمتووالی لری. خو هغه د طالبانو د مرکزی حکومت امر ته انتظار باسی.
په همدې حال کې د کندهار یوه ښوونکې فاطمه وایی، چې زده کوونکی یې د ښوونځیو د پرانستلو خبر ته په تمه دی او د دې خبر د اورېدو لپاره دقیقې شمېری.
نوموړی خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې ښځینه ښوونکې هم هره ورځ له شپږم ټولګی څخه پورته د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پوښتنې کوی.
دغه ښوونکی له طالبانو غوښتی چې حکومت دې د ټولو ښوونځیو د پرانستلو اجازه ورکړی.
هغه وایی، چې ښځینه زده کوونکی د ښوونځیو په تړل کېدو خواشینی دی او د ښوونځیو د بیا پرانستلو هیله لری.
سمیه، د شپږم ټولګی زده کوونکې چې اوس په ښوونځی کې ده، وایی، هغه اندېښمنه ده چې راتلونکی کال به ښوونځی ته لاړه نه شی.
سمیه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو دروازې دې له شپږم ټولګی پورته پرانیزی او “د هغوی ژوند دې نه خرابوی”.
دا مهال په کندهار ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ لومړنی، منځنی او عالی لېسې شتون لری. دا ټول ښوونځی خلاص دی، پرته د نجونو منځنی ښوونځی او عالی ښوونځی.
د طالبانو د ژمنې له مخې ټاکل شوې وه چې د روان هجری لمریز کال د حمل د میاشتې په دریمه نیټه ټول ښوونځی بیرته پرانستل شی. خو په همدې ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځنی او عالی ښوونځی به تر بل خبرتیا پورې تړلی وی.
خبرگزاری زنان افغانستان