په کندهار کی لویه غونډه نن پیل سوه. په دې غونډه کې دینی عالمانو، قومی مخورو، د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او لسګونو نورو برخه اخیستې وه. د سرچینو په وینا په دې غونډه کې شاوخوا درې زره دینی عالمانو، قومی مخورو، سیاستوالو او د بېلابېلو طبقو استازو برخه اخیستې وه. ویل شوی چې […]
په کندهار کی لویه غونډه نن پیل سوه. په دې غونډه کې دینی عالمانو، قومی مخورو، د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او لسګونو نورو برخه اخیستې وه.
د سرچینو په وینا په دې غونډه کې شاوخوا درې زره دینی عالمانو، قومی مخورو، سیاستوالو او د بېلابېلو طبقو استازو برخه اخیستې وه.
ویل شوی چې په دې غونډه کې به د اسلامی امارت د رهبر هیبت الله اخندزاده په ګډون د اسلامی امارت لوړپوړی چارواکی ګډون وکړی. د دې غونډې موخه د اسلامی امارت د نظام ملاتړ دی.
د پریکړه لیک له مخې ګډونوالو د اسلامی امارت له مشر هبت الله اخندزاده سره بیعت وکړ. د یادولو وړ ده چې تر اوسه کوم هیواد اسلامی امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.